ریچارډ بېنېټ: د افغانستان په څېر د نړۍ په هیڅ یو ځای کې له ښځو سره دومره زور زیاتی نه کېږي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، د نړۍوالې ټولنې غړو چې له افغانستان سره یې د ملاتړ ژمنه کړې وه باید خپلې کړې ژمنې پوره کړي؛ ځکه چې د افغانستان په څېر د نړۍ په هیڅ یوه هېواد کې له ښځو او نجونو سره دومره ناوړه چلند نه کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې له یو اېن نیوز سره په یوې مرکه کې د خبرو پر مهال کړې دي.
ښاغلي بېنېټ پر نړۍوالو غږ کړی، چې افغانستان هېر نه کړي.
هغه ویلي، د نړۍوال ناورین پرمهال دا اړینه ده چې په افغانستان کې د حقونو دوامداره تخریب هېر نه شي.
د هغه په وینا، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږګیو، رسنیو او مدني ټولنو لپاره وضعیت خورا بد شوی دی.
هغه زیاته کړې، ورځ تر بلې په افغانستان کې فضا محدودېږي چې د دغه هېواد پر اقتصاد هم اغېز پرې باسي.
هغه وړاندې ویلي، افغانان د امنیتي ګواښونو، وزګارتیا او د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو له امله اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي.
د نوموړي په وینا، نن سبا په افغانستان کې خلک د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له محتسبینو څخه د وېرې له امله د دغه وزارت قوانین مراعتوي.
هغه زیاته کړې:نن سبا نړۍ د طالبانو هغې مسلې حیرانه کړې، په عامه ځایونو کې د ښځو په غږونو هم بندیز لګول شوی چې دغې پرېکړې د خلکو په منځ کې خورا ډېرې اندېښنې راپیدا کړې دي.
ښاغلی بېنېټ وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان حقوقي سیسټم هم ویجاړ شوی دی.
د هغه په وینا، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته طالبانو اساسي قانون له منځ وړی او د پخواني حکومت قاضیان یې هم له دندو ګوښه کړي دي.
ریچارډ بېنېټ په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د بشري مرستو په اړه ویلي، چې اړمنو کسانو ته د دغو مرستو د رسولو پلوی دی؛ خو دا باید روښانه شي، چې دغه مرستې اړمنو ته سپارل کېږي، نه طالبانو او د هغوی مشرتابه ته.