په اسپانیا کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۹۵ کسان مړه شوي دي
د اسپانیا په ختیځه سیمه والنسیا او شاوخوا سیمو کې یې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۹۵ کسان مړه شوي دي.
د سې شنبې په ورځ د سخت توپان څخه وروسته د اسپانیا په سوېلي او ختیځو برخو کې سېلابونه راووتل.
په خواله رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښیي، چې موټرونه اوبه لاهو کړي.
د اسپانیا حکومت د ژغورنې هڅو همغږي کولو په برخه کې د مرستې لپاره د بحران کمیټه جوړه کړې.
په والنسیا کې پېښو ته د رسېدو ادارې د چهارشنبې په ورځ د ۹۲ کسانو مړینه تایید کړه.
دوه نور کسان په ګاونډ کاسټیلا-لا مانچا سیمه کې مړه شوي او یو بل قرباني په سوېل اندلس کې راپور شوی.
د والنسیا یو چارواکي کارلوس مازون یوې خبري غونډې ته وویل، چې ځیني خلک په ګواښونکو ځایونو کې بند پاتې دي چې د هغوی د ژغورنې لپاره عملیات روان دي.
د هغه په وینا، ښایي د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
دا په اسپانیا کې د ۱۹۹۶ کال راهیسې د سېلابونو تر ټولو وژونکی ناورین یاد شوی دی.