کرزي بیا پر ملي تفاهم او د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو پر پرانېستلو ټینګار وکړ
پخواني ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره کتنه کې پر ملي تفاهم او د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستلو ټینګار کړی.
د کرزي د دفتر د معلوماتو له مخې، پخواني ولسمشر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې کړې او په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د زده کړو د اسانتیاوو او د ښځو د اقتصادي وړتیاوو د پیاوړتیا په برخه کې یې د ملګرو ملتونو د همکاریو ستاینه کړې ده.
کرزي دغه راز په ټولنه کې د ښځو رغنده رول ته په پام، په دې برخه کې د نورو همکاریو غوښتنه کړې ده.
د کرزي دفتر وايي « پخواني ولسمشر په هېواد کې د سولې او تلپاتې ټیکاو لپاره ملي تفاهم مهم وباله او د نجونو پرمخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستلو ټینګار وکړ».
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي لوړ ښوونځي او پوهنتونونه بند کړي او د امر بالمعروف د نوي قانون له مخې یې د ښځو پر کار او شخي ژوند ګڼ بندیزونه لګولي دي.
د خلکو او نړیوالې ټولنې له فشارونو او غوښتنو سره سره، د طالبانو حکومت په دې برخه کې تراوسه هیڅ راز انعطاف نه دی ښودلی.