د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په یوې ټرافیکي پېښه کې څلور تنه مړه شوي دي

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په یوې ټرافیکي پېښه کې څلور تنه مړه شوي دي.

د دغه اژانس د راپور له مخې، په دغې پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون ۴ تنه مړه شوي او د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپیان دي.
په دغه راپور کې دا رنګه راغلي، چې دغه پېښه د غزني اب بند ولسوالۍ د تودې چینې سیمې اړوند شوې ده.
د طالبانو ځایي مسوولینو د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودلې ده.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې ټرافیکي پېښې ورځ تر بلې د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، چې وخت نا وخت طالبان یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼي.
له بل پلوه د طالبانو د ټرافیکو ریاست په کابل کې سیمه‌ییزو رسنیو ته (د وږي په ۲۰مه) ويلي و، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په ټرافیکي پېښو کې ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډېر ټپیان شوي دي.