الجزیره: اسراییل د حزب الله سره د اوربند د هېلو زیاتېدو لپاره په غزه او لبنان بریدونه کوي
الجزیره وايي، اسراییلي ځواکونو د لبنان په تاریخي بعلبیک سیمه کې پر دوه ښارګوټو تازه بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د ۸ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي دي.
د الجزیرې له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې اسراییل په وروستیو ورځو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
د راپور له مخې اسراییل دا هڅه کوي، چې پر حزب الله او هم پر هغه ډلو نظامي فشارونه زیات کړي، چې د حزب الله ملاتړ کوي.
د لبنان سرپرست لومړی وزیر نجیب میقاتی وايي، هیلهمن دی چې په راتلونکو څو ساعتونو یا ورځو کې له اسراییل سره د اوربند تړون اعلان شي، ځکه چې د امریکا د متحدو ایالاتو استازي اموس هوچشټین سیمې ته د اوربند د خبرو لپاره سفر کوي.
د غزې په شمال کې چارواکو بیت لاهیه د "ناورین سیمه" اعلان کړه ځکه چې د اسراییل بمبارۍ د پراخه ملکي تلفاتو لامل کېږي.
په وروستي برید کې لږ تر لږه لس فلسطینیان ووژل شول.
الجزیرې شبکې په خپل وروستي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې له ۷مې نیټې راهیسي د اسراییل له لوري پر غزه د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۴۳۱۶۳ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۱۵۱۰ نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې په همدې موده کې د حماس تر مشرۍ لاندې د بریدونو په ترڅ کې د اټکل له مخې ۱۱۳۹ تنه اسراییلیان وژل شوي او تر ۲۰ زیات یې بندیان دي.
همدارنګه راپور زیاتوي، چې پر غزې د جګړې له پیل راهیسې په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې لږ ترلږه ۲۸۲۲ تنه وژل شوي او ۱۲۹۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.