امریکا وايي، ایران دې د اسراییل بریدونو ته ځواب نه ورکوي
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر ویلي، ایران باید د اسراییل د تېرې اونۍ بریدونو ته ځواب ور نه کړي او که داسې وکړي؛ نو امریکا به د اسراییل ملاتړ وکړي.
ژان پییر د چهارشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل، ایران باید د اسراییل غچ ته ځواب ورنه کړي.
هغې وویل: «که ایران د دغه برید ځواب ورکړي؛ نو موږ به هم د خپل ځان د دفاع په برخه کې د اسراییل ملاتړ وکړو.»
د ژان پییر دغه څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راځي، چې یوې لوړيوړې سرچینې د چهارشنبې په ورځ سي اېن اېن ته ویلي و، چې ایران به د اسراییل وروستیو بریدونو ته «پرېکنده او دردوونکی» ځواب ورکړي.
دغې سرچینې زیاته کړې وه، چې ایران ښایي د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې پر اسراییل برید وکړي.
اسراییل تېره شنبه پر ایران برید وکړ، چې مسوولیت یې هم پر غاړه اخیستی دی.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم له ایرانه غوښتي و، چې د اسراییل د بریدونو ځواب ورنکړي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې تهران د اسراییل د بریدونو ځواب خپل حق ګڼي.