ملاله یوسفزۍ: له بریتانیا مو وغوښتل چې افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني
د نوبل سولې جایزې ګټونکې او د زدکړو فعاله ملاله یوسفزۍ وايي، د بریتانیا له پارلمان او وزیرانو یې غوښتي چې افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو مقابل کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.
یوسفزۍ پر خپل اېکس لیکلي، چې له حوریه مصدق او سحر حلیمزۍ، دوو افغان ښځینه فعالانو، سره یې په ګډه د برېتانیا له پارلمان او وزیرانو وغوښتل چې د طالبانو رژیم د جنسیتي اپارتاید په بڼه په رسمیت وپېژني.
هغه وايي، « طالبان باید د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د خپلو جرمونو له امله ځواب ووايي».
ملاله یوسفزۍ وايي، په تمه ده چې د بریتانیا حکومت او د پارلمان غړي د دې مسالې په تړاو ملموس ګامونه واخلي.
یوسفزۍ تېره اونۍ د مکسیکو له ولسمشرې کلودیا شاین سره په افغانستان کې د نجونو د زدکړو په اړه خبرې اترې کړې وې.
ملالې یوسفزۍ له دې کتنې وروسته پر خپل اېکس ولیکل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له سخت جنسیتي تبعیض سره مخامخ دي او په کار ده چې په دې اړه نړیوالې هڅې نورې هم چټکې شي.
یوسفزۍ لیکلي و چې په ملګرو ملتونو کې مکسیکو هڅه کوي جنسیتي اپارتاید د بشري جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
له دې وړاندې د نړۍ شاوخوا شلو هېوادونو د افغانستان د ښځو په ملاتړ غږ پورته کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې طالبان دې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي له امله د هاګ محکمې ته راکاږل شي.