طالبانو په پکتیکا کې یو کس ته د خلکو د سترګو په وړاندې سزا ورکړې
د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په پکتیکا کې یې یو کس ته د «غلا» له امله تعزیري سزا ورکړې ده. نړۍوال د طالبانو داسې کړنې غندي، خو طالبان وایي، په دغه کار سره «شریعت» پلی کوي.
د طالبانو سترې محکمې نن چهارشنبه د (لړم نهمه نېټه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ ابتداییه محکمې نن چهارشنبه یوه کس ته د «غلا» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ ابتداییه محکمې په عام محضر کې پر یوه کس عملي شوه.
په خبرپاڼه کې د تورن کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې چې طالبانو دغه کس ته چې د متهم اصطلاح کارولی، شپږ کاله د تنفیذي بند سزا اورولې او ۳۹ دورې یې وهلی دی.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې تورن کس ته یې د استناف غوښتنې موقع ورکړې او که نه.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.
د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» په اډانه کې دغه کړنې ترسره کوي.