بایډن د ټرمپ پلویان «کثافات» وبلل او هرېس وایي چې د ټولو امریکایانو ولسمشره ده
کمالا هرېس د چهارشنبې په ورځ له هغو نیوکو سره مخالفت وکړ، چې خلک چا ته رایه ورکوي. نوموړې دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ډونالډ ټرمپ پلویان «کثافات» وبلل.
د امریکا د ولسمشر مرستیالې همداراز زیاته کړه: «زه به د ټولو امریکایانو په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې ما ته رایه نه راکوي، استازې یم.»
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماندې کمالا هرېس دغه څرګندونې له خبریالانو سره په داسې حال کې وکړې، چې په شمالي کارولینا، پنسلوانیا او ویسکانسین کې یې د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره چمتوالی نیوو.
له دغو څرګندونو څخه د نوموړې موخه د بایډن د خبرو د سیاسي زیانونو مخنیوی بلل شوی، ځکه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو ته له یوې اونۍ کم وخت پاتې دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د نیویارک په مدیسون اسکویر ګارډن کې د ټرمپ په راټولېدنې نیوکه وکړه.
په دې راټولېدنه کې د ټرمپ یوه کمیډن پلوي پورتوریکو د اسپانویانو جمعیت د "کثافاتو جزیره" وبلله.»
بایډن بیا د دغو خبرو په غبرګون وویل: «یوازینی کثافات چې زه ګورم هغه د ټرمپ پلویان دي. د لاتین تبارانو هیولا جوړول د نه منلو او غیر اخلاقي ده او د امریکا له ارزښتونو سره په ټکر کې ده.»
سپینې ماڼۍ بیا د دغو څرګندونو په اړه توضیحات ورکړي او ویلي یې دي، چې د ولسمشر د خبرو موخه په راټولېدنه کې د مطرح شویو خبرو په اړه وې، نه د ټرمپ د رایه ورکوونکو په اړه.
سره له دې چې د بایډن پر دغو خبرو جمهوریت غوښتونکو تُند غبرګونونه ښودلي او له دغې مسلې سیاسي ګټه پورته کوي، خو د ډونالډ ټرمپ له هغو خبرو بیا سترګې پټوي، چې په ټاکنیزو ویناوو کې له سپکاوي ډکې خبرې کوي.
ټرمپ مخکې امریکا د نړۍ د کثافاتو کڅوړه بللې وه او دغه راز یې خپل سیاسي مخالفین کورني دوښمنان بللي و.
دغه راز د یادولو ده، چې ټرمپ خپله سیاله کمالا هرېس یوه احمقه او ټنبله ښځه بللې وه.