طالبان: یوه هندي شرکت افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وایي، یوه هندي شرکت افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. دغه وزارت وايي، د یاد شرکت یوه هندي چارواکي د طالبانو د برېښنا له وزیر سره په لیدنه کې په دې اړه خبرې کړي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت تېره ورځ سې شنبه د (لړم اتمه نېټه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست عبدالطیف منصور د (نجیب سلیمان) په نوم د یوه هندي شرکت له مرستیال منور لال سره لیدلي او د برېښنا د تولید په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.
خبرپاڼې د یاد هندي شرکت د مرستیال له قوله ویلي، دوی چمتو دي چې په افغانستان کې د برېښنا د تولید پر پروژو پانګونه وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر دغه هندي چارواکي ته په افغانستان کې د امنیت له پلوه ډاډ ورکړی.
تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت د افغانستان پر اوبو د هندوستان له خوا د برېښنا بند جوړولو خبرونه ورکړي وو، چې بیا د پاکستان د ځینو چارواکو له لوري له سخت غبرګون سره مخ شوي وو.
هند او پاکستان یو د بل کلک سیالان دي او په افغانستان کې یو د بل فعالیتونه کلک څاري او په اړه یې سملاسي غبرګون ښيي.
که څه هم د طالبانو له لوري د هندي پانګوال په دې خبر تر اوسه پورې پاکستان په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی خو یو شمېر پاکستانیانو په دې اړه په ایکس کې لیکنې کړې دي.
د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ میاشت کې د پاکستان لنډمهالي حکومت د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي و، چې د کونړ پر سیند د طالبانو له لوري د بند جوړولو یو اړخیزه پرېکړه د پاکستان پر ضد دښمنانه کړنه ده.
هغه ویلي و، که چیرې طالبان د پاکستان له ګډون پرته د دغه بند پر جوړیدو کار پیل کړي سختې پایلې به ولري او د «دواړو هیوادونو تر منځ د کړکېچ او احتمالي جګړې د زیاتیدو لامل به ورګرځي.»
هغه مهال طالبانو د جان اڅکزي په دغو خبرو ملنډې وهلې وې او هغه یې یو ذهني ناروغ بللی و.