سرچینې: هلمند کې د امربالمعروف محتسبین په ودونو کې له زوم څخه د اسلام د بناو پوښتنې کوي

یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبین یې د واده خوښیو لمانځلو ته هم نه پرېږدي.

سرچینې وايي، په هلمند ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت یوه ډله محتسبین د واده صالونونو ته ځانګړي کړي، چې د واده د مراسمو پر مهال د موزیک غږولو او اتڼ کولو د مخنیوي تر څنګ له نکاح تړلو څخه وړاندې له زوم څخه د اسلام د بناو، لمونځ، قرائت او د غسل د فرضونو پوښتنې وکړي.
یو شمېر کسان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، چې ډېری وخت د امربالمعروف د محتسبینو د ناسم چلند له امله یې د خوښیو مراسم په خپګان بدلیږي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار یو اوسېدونکی چې تېره اونۍ یې د ورور د واده مراسم تر سره شوي وايي:«موږ د خپل ورور د واده مراسمو ته ډیر خوشحاله وو، کله چې مو مېلمانه صالون ته ورسېدل، د امربالمعروف ریاست څلور تنه محتسبین هم صالون ته راغلل او د زوم پوښتنه یې کوله. کله چې موږ زوم ورته معرفي کړ ویل یې، چې موږ له زوم څخه یو څو پوښتنې کوو وروسته بیا د زوم نکاح وتړئ.»
یاد کس وايي، د امربالمعروف محتسبینو له زوم څخه «د اسلام د بناو، د لمونځ، قرائت او د غسل د فرضونو» پوښتنې وکړي.
د نوموړي په خبره د امربالمعروف د محتسبینو دا ډول کړنه د واده په مراسمو کې ډېره توهین کوونکې وه.
همدارنګه یو شمېر نور کسان وايي، ودونو ته ورتلونکي د امربالمعروف دغه ډله د زوم په ګډون نورو ځوانانو ته د ږېرې پر نه خریولو او سټایلي وېښتانو نه جوړولو هم ټینګار کوي.
همدارنګه یو بل کس چې تېره میاشت یې د تره د واده مراسم د لښکرګاه ښار د ودونو په یوه صالون کې ترسره شوي وايي، د امربالمعروف محتسبینو په صالون کې ځوانانو ته د ویډیو او عکس اخیستلو اجازه نه ورکوله.
نوموړی وایي، یادو کسانو د واده په مراسمو کې ټول مېلمانه مجبوره کړي وو، چې د محتسبینو له لوري د اسلام د لومړۍ دورې د وخت د ودونو کلتور او اسلامي کیسو ته غوږ و نیسي.
سرچینه وایي:«موږ هک حیران وو، چې د واده په مراسمو کې د محتسبینو څه کار دی؛ خو هغو موږ ته په نصیحت کولو پیل وکړ، موږ ته یې د اصحابو کرامو کیسې وکړې او ټینګار یې کاوه چې باید د واده مراسم د شریعت په چوکاټ کې ونمانځل شي.»
سرچینې وايي، چې د امربالمعروف د محتسبینو له لوري په ودونو کې ښځو ته هم د موسیقۍ غږولو، دایرې وهلو او کلیوالي سندرو ویلو اجازه نه ورکول کېږي.
هلمندیان وايي، د امربالمعروف ریاست له لوري د دوی د خوښیو د مراسمو او د فاتحو د مراسمو تر منځ هیڅ توپير نه لیدل کېږي.
همدارنګه سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د امربالمعروف ریاست له لوري ټول سینګارتونونه بند شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د امربالعمروف محتسبین په جوماتونو او ښوونځیو کې د سینګارتونو او سلمانیو په اړه تبلیغ کوي او وايي، دا په اسلام کې “ناروا” کارونه دي.
د افغانستان د سویل لویدځو ولایتونو اوسېدونکي وايي، طالبانو د نورو ولایتونو پرتله پر دوی ډېر بندیزونه لګولي دي.
د دغو ولایتونو اوسېدونکي وايي، چې ډېری طالبان د خپلو پخوانیو عقدو د سړولو په موخه د دغو ولایتونو پر اوسیدونکو فشارونه راوړي او د ژوند کولو کړۍ یې پرې تنګه کړې ده.