ایراني چارواکي وايي، د سند لرونکو افغان کډوالو ماشومان باید له زدهکړو بې برخې نه شي
د ایران د فارس والي وايي، د هغو افغان کډوالو ماشومان چې د اوسېدو قانوني اسناد لري باید د زدهکړو حق هم ولري.
حسين علي اميري د فارس د پوهنې د شورا په غونډه کې وويل:« د اسناد لرونکو افغان کډوالو ماشومان بايد له زدهکړو بې برخې پاتې نه شي؛ نو په دې برخه کې بايد پر وړانديزونو له سره کتنه وشي.»
په ورته وخت کې په ایران کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره د افغان مهاجرینو کورنیو د ښوونځیو د مسوولینو لهخوا د خپلو ماشومانو د نوم لیکنې د اجازې نه ورکولو په اړه د شکایتونو په اړه څو راپورونه خپاره شوي دي.
د ایران فرهیختګان ورځپاڼې د ۱۴۰۳ کال د تلې میاشتې په ورستیو کې راپور ورکړ، چې په اصفهان کې د ځینو ښوونځیو له لوري د افغان زدهکوونکو د نوم نه لیکنې وروسته د رحیم اباد د کلي د اسلامي شورا مشر وویل چې دوی یې له نوم لیکنې څخه ځکه منعه کړي چې «بوی» ترې ځي.
اېسنا خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د لړم په ۸مه نېټه) راپور ورکړ، چې د فارس ولایت والي په ایران کې د هغو افغان کډوالو د ماشومانو د زدهکړو لپاره د پلان جوړولو غوښتنه کړې چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
حسين علي اميري وايي:« د بهرنيو وګړو د زدهکړې لپاره پلان بايد په داسې ډول وي، چې زيان یې لږ او په عين حال کې ګټه یې ډېره وي.»
د راپورونو له مخې، د ایران د پوهنې وزارت د غیر ایراني زدهکوونکو نوم لیکنه د "ځانګړې" پېژندپاڼې په ترلاسه کولو مشروطه کړې او د ښوونځیو لپاره یې د ځانګړي نصاب اندازه هم ټاکلې ده.
خو په بېلابېلو سیمو کې چارواکي د استوګنې د کارتونو او ځانګړو پاڼو په لرلو سره په بېلابېلو او توکمیزو پلمو د ماشومانو د نوم لیکلنې مخه نیسي.
ډېری وخت دغو کسانو د ایران له حکومت څخه د کډوالو لپاره د جلا ښوونځیو د جوړولو غوښتنه هم کړې ده.