ازادۍ جبهه: په کاپیسا کې مو د یو برید په ترڅ کې یو طالب وژلی او دوه نور ټپیان شوي دي

د افغانستان ازادۍ جبهه وایي، چې په کاپیسا ولایت کې د دوی د یوه برید په پایله کې درېیو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې.

دغې جبهې په اېکس پاڼه د دغه برید د ویډیو په خپرولو سره لیکلي، چې تېرماښام (د لړم ۸مه) د دوی «جنګیالیو» د طالبانو د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ یو رینجر په نښه کړی دی.
په دغې لیکنه کې راغلي، چې دغه پېښه د ګلبهار د نساجۍ شرکت په بازار کې شوې ده.
دغه جبهه ادعا کوي، چې په دغه برید کې یې یو طالب وژلی او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي.
‏دغې جبهې زیاته کړې، چې د طالبانو د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان برخلیک لاهم روښانه نه دی.
طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي او نورو خپلواکو سرچېنو هم د دغې ادعا پخلی نه دی کړی؛ خو د ازادۍ جبهې تل په بېلابېلو برخو کې پر طالبانو د بریدونو ادعاوې کړې او له دغې ډلې سره په جګړه کې ده.