د تحریک انصاف ګوند مشر: عمران خان ته په زندان کې سمه ډوډۍ نه ور کول کیږي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند رییس او ددغه هېواد په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر عمر ايوب وایي، چې عمران خان ته په زندان کې ښه ډوډۍ نه ورکول کيږي چې له امله يې کانګې کوي.

عمر ایوب په راولپنډۍ کې له ترهګرۍ ضد محکمې بهر رسنیو سره په خبرو کې وويل چې" زما د نیولو حکم شوی و، له همدې امله نن راغلی يم، په څلورو ښارونو کې نن تاريخ و، دا ټولې جعلي دوسیې دي".
عمر ایوب وایي، چې دوی د پي ټي آی له بنسټګر عمران خان سره ولاړ دي.
هغه زیاته کړه چې د خان مېرمن بشرا بي بي په ضمانت خوشې شوې او عمران خان به هم ډېر ژر خوشی شي.
د پاکستان د اپوزیسیون مشر وويل چې "د پي ټي آی ګڼې ميرمنې نيول شوې او د چوهدري امتياز لور وهل شوې. د ملي شورا رییس او د ځانګړې کميټې مشر خورشيد شاه بايد غړي خوندي کړي".

تيره ورځ د عمران خان خور عليمه خان هم ویلي و چې د اکتوبر له درېیمې نيټې راهيسې د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د زندان خونې برېښنا پرې شوې او هغه د ور کړل شوې ډوډۍ له خوړلو وروسته کانګې کړې دي.