د لبنان پر سویلي سیمو د اسراییل په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي

اسراييل د لبنان پر سویلي سيمو صيدا ښار ته څېرمه په سرفند او حريت سيدا کې په وروستيو بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ کسان وژلي دي. اسراييلي رسنۍ وايي، چې د روانې مياشتې له پيل راهيسې د لبنان په سویل کې په جګړو کې لږ تر لږه ۳۳ اسرایيلي سرتېري وژل شوي دي.

بل خوا، اسراییلي ځواکونو د سې شنبه په ورځ (د لړم ۸مه) په بیت لاهیا کې له ۱۱۰څخه زیات فلسطینیان په یوه برید کې ووژل.

متحده ایالاتو دغه برید «وحشتناک» بللی دی.

د غزې په شمال کې بیت لاهیا د څو اونیو پرله پسې بمباریو او پوځي محاصرې وروسته په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار اداره یا (UNRWA) د لوړ پوړي چارواکي له خوا بیت لاهیا د "ناورین" سیمه اعلان شوې ده.

په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۳ زره او ۱۶۳ کسان وژل شوي او ۱۰۱ زره او ۵۱۰ نور ټپیان دي.

په لبنان کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۲ زره او ۷۸۷ کسان وژل شوي او ۱۲ زره او ۷۷۲ نور ټپیان شوي دي.