امریکا: د غزې په بریدونو کې د ۹۳ ولسي وګړو وژنه «زړه بوږنوونکې» پېښه ده
امریکا په غزه کې د اسراییل په وروستیو هوايي بریدونو کې د ماشومانو وژل «وحشتناک» بللي او ویلي یې دي، چې له خپلو متحدینو یې د ځواب غوښتنه کوي.
د اې اېف پي خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، چې د غزې په بیت لاحیه کې د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ په بمبارۍ کې د ماشومانو وژنه «یوه وحشتناکه» پېښه ده.
هغه وویل، چې له اسراییلي چارواکو یې د دغې پېښې په اړه پوښتنه کړې ده.
د فلسطین د مرستو د ادارې ویاند محمود بصیل ویلي، په بیت لاحیه کې د ابو نصر په پنډغالي بریدونه شوي، چې له امله یې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۳ ته رسېدلی او ۴۰ کسان لا هم تري تم دي.
په غزه کې مرستندویه کارکوونکي وایي، په دغو بریدونو کې تر ډېره وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي.
اسراییلي چارواکو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د پېښې په اړه د اسراییل پر وړاندې د سملاسي اقدام غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې هېواد یې په غزه کې د اوربند لپاره پر خبرو ټینګار کوي.
هغه وویل:« په وروستي برید کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زړه بوږنوونکې پېښه یو ځل بیا دا څرګندوي، چې ولې د دغې جګړې پای ته اړتیا شته.»
د تېر کال د اکټوبر له ۷مې نېټې راهیسې شاوخوا ۴۴ زره فلسطينيان وژل شوي، چې ډېری يې ماشومان او ښځې دي.