طالب قوماندان له افغانستان څخه د وتلو په لټه کې دی
د طالبانو یوه استخباراتي چارواکي انډیا ټوډې رسنۍ ته ویلي، چې غواړي د ناروغۍ په پلمه له افغانستان نه وتښتي. انډیا ټوډې د دغه طالب چارواکي نوم نه دی اخستی، خو لیکلي یې دي چې نوموړی "ښوونکی" و او مخکې له دې چې دغه ډله بیا واک ته ورسېږي، نجونو ته یې تدریس کاوه.
دغه طالب چارواکي ویلي، چې غواړي له خپلې کورنۍ سره ترکیې، تاجکستان، سوریې او یا کوم بل هېواد ته چې پناه ورکړي، کډوال شي.
دې هندي رسنۍ لیکلي چې دغه طالب قوماندان څو ځله هڅه وکړه، چې له افغانستان نه وتښتي، خو مېرمنې یې مخه ونیوله. د یادې رسنۍ په وینا د دغه قوماندان مېرمن مذهبي ده او کډوالي یې نه خوښیږي.
انډیا ټوډې لیکلي چې د طالبانو دغه قوماندان په افغانستان کې د دې ډلې له واک او د جمهوري حکومت له نسکوریدو وړاندې نجونو ته د ښوونکي په توګه تدریس کاوه او مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي، ځان یې د بدلون لپاره چمتو کړ او اوږده ږیره یې پرېښوده.
دغه طالب چارواکي ویلي چې د دوی دنده دا ده، چې وڅیړي ایا خلک له القاعده او داعش سره یوځای کیږي او که له هیڅ ترهګرې ډلې سره تړاو نه لري.
هغه د خپلې دندې په اړه وویل: «زما دنده جاسوسي کول او هغه چا ته سزا ورکول دي چې معلومات پټوي. زه خپله دا کار نه کوم، خو زما ترلاس لاندې کسان یې کوي. که جرم لوی وي، موږ باید لوړ پوړو چارواکو ته خبر ورکړو، دوی بیا تصمیم نیسي. موږ ددې په بدل کې پیسې اخلو."
هغه انډیا ټوډې ته وویل: "هغه سرتیری چې ما ته چای راوړي او هغه چې د موټر ور راته پرانیزي، هر یو جاسوسي کولی شي او انعام ترلاسه کولی شي." هغه زیاته کړه چې که دی له افغانستان نه ونه وځي، دی او کورنۍ به یې له ګواښ سره مخامخ شي.
دغه قوماندان زیاتوي، «که عام خلک کومه تېروتنه وکړي، زنداني به شي خو که موږ د چارواکو په توګه جرم وکړو، سزا یې مرګ دی.»
هغه د طالبانو د قوماندانانو د ټاکلو په اړه وويل چې د دې ډلې اداره د افرادو ټوله مخینه ګوري، خو "قومي تعصب" ټاکونکی دى.
له دې مخکې جرمني رسنیو خبر ورکړی و چې د جرمني د پناه ورکولو پروګرام په ترڅ کې یو شمیر ګواښناک اسلامپال هم له افغانستان څخه دغه هیواد ته لېږدول شوي.
د راپور له مخې، اوس د جرمني فدرالي حکومت هڅه کوي چې ددې مسالې پر اړخونو ځان ناګاره واچوي.