په لوګر ولایت کې په درېیو جلا ټرافیکي پېښو کې څلور کسه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي

په لوګر ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د محمداغې او برکي برک ولسوالیو کې د درېیو جلا ټرافیکي پېښو له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو په لوګر ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د ویاند احمدالله انس له خولې راپور ورکړی، چې په دغې پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله پېښې شوې دي.
هغه وایي، تېره ورځ د لوګر ولایت په مرکز کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې په ورته وخت کې په برکي برک او محمد اغې ولسوالیو کې هم ټرافیکي پېښې رامنځته شوې، چې په دواړو پېښو کې درې تنه ټپیان شوي دي.
په لوګر ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، چې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ ټرافیکي پېښې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې شوې دي.
له بل پلوه وړمه ورځ په روزګان ولایت کې هم سېند ته د یوه موټر د اوښتو په پېښه کې اته کسه مړه شوي او یو بل کس ټپي شوی و.
له بل پلوه د طالبانو د ټرافیکو ریاست په کابل کې سیمه‌ییزو رسنیو ته (د وږي په ۲۰مه) ويلي و، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په ټرافیکي پېښو کې ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډېر ټپیان شوي دي.