طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه او درې نارینه په عام محضر کې په دُرو وهلي
د طالبانو ستره محکمه وايي، ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یې یوه ښځه او درې نارینه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. دغې محکمې د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغو کسانو ته «د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په تور» سزا ورکړل شوې ده.
د طالبانو سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د پریکړې له مخې، «د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په تور» تورن شوي کسان د عامو خلګو په وړاندې ۳۹ـ۳۹ دُرې ووهل شول.
طالبانو د یادو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو وايي پر یادو کسانو یې د تعزیرې سزا حکم د دغې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته پلی کړ.
سره له دې چې د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدنې سزاګانو ورکولو کړنه د بشري حقونو د ملاتړو ادارو او سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ ده، خو یاده ډله په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تورنو کسانو ته په عام محضر کې بدني سزاکانې ورکوي.