طالبانو د کندهار په بولدک ولسوالۍ کې یو تن د مالیې نه ورکولو له امله مرګونی وهلی

د کندهار بولدک ولسوالۍ څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو نن په ځينو موټر پلورنځيو کې یو شمېر کسان د ماليې نه ورکولو له امله په وهلو تر مرګه رسولي دي. سرچينه وايي، چې طالبان په دې ولسوالۍ کې له خلګو په زور ډېره ماليه اخلي.

د کندهار له بولدک ولسوالۍ څخه سرچینو د سه شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبان په اونۍ کې درې ورځي پر دوکانونو، شرکتونو، پلورنځيو، سوداګريزو مارکېټونو او هوټلونو ګرځي او په زور له خلګو لوړه ماليه اخلي.
سرچينه زياتوي، چې نن مازیګر طالبانو په ځينو موټر پلورنځیو کې خلک وهلي او یو کس يې په وهلو ډبولو تر مرګه رسولی دی.
سرچينو د طالبانو له لوري د وهل شوي کس ويډيو هم رالېږلی، چې ښيي دغه کس بې هوښه دی او خلک د ژغورلو لپاره پرې راټول دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخي، طالبانو نن په دې ولسوالۍ کې د موټر پلورنځيو لپاره د ماليې ټولولو نوي اصول وړاندې کول، چې د خلکو له انکار وروسته یې پر وړاندې تاوتریخوالي ته لاس کړ.
د همدې ولسوالۍ موټر پلورونکي وایي،طالبان د موټر د پير او پلور پر مهال له دوی زياته ماليه اخلي، چې په دې کمزوري اقتصادي حالت کې د دوی له توان وتلې خبره ده.
طالبانو په رسمي دول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
طالبان واک ته له رسېدو وروسته هڅه کوي، چې د دولت بېلابېل لګښتونه د درندو مالیاتو له لارې پوره کړي، خو دې کار خلک غوسه کړي دي.
ډېری خلک وايي، طالبان خدمات نه وړاندې کوي خو په يو اړخيز ډول له خلکو پيسې ټولوي.
د کارګرو اتحاديو او سوداګرو د طالبانو له خوا جوړ شوي ماليات «ملا ماتوونکي» یاد کړي دي.
ځينو مذهبي څېرو هم له دوکانونو او او کم عاید لرونکو کسانود مالياتو ټولول «حرام» او «غير قانوني» بللي دي.