کندهار کې بې ږیرو ته د امربالمعروف خبرداری: تر هغه به زندان کې وئ چې ږیرې مو ببرې شي

د کندهار ښار اوسېدونکي وایي د امربالمعروف ریاست محتسبانو خلکو ته ګواښ کړی، چې ږيري پريږدي کنه تر هغه به زنداني وي، چې ږيري يې غټيږي. بل لوری سرچينې وايي، چې امربالمعروف په کابل کې پنځه نارینه او دوې ښځې د «اخلاقي فساد» په تور نيولي او زنداني کړي دي.

له کندهاره سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې له تيري يوې اونۍ راهيسي د امربالمعروف ریاست محتسبان په بازار او دوکانونو ګرځي او خلګو ته د ږيري پرېښودو خبرداري ور کوي.
د کندهار اوسېدونکی محمدیوسف، چې د تېلو پمپ کې منشي دی، وایي، دا دویم ځل دی چې د امربالمعروف محتسبان د ږيرې پرېښودو سپارښتنه ورته کوي.
هغه زياتوي:« د امربالمعروف ریاست څلور کارکوونکي په يوه موټر کې راغلل، موږ ته یې وویل، چې په دا دريو کلونو کې لا مسلمانان شوي نه یئ؟.»
د کندهار د بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي هم وایي، چې د امربالمعروف رياست کارکوونکو د ږيري نه پرېښودو په صورت کې د زنداني کولو ګواښ ورته کړی.
خلیل احمد، چې په بولدک ولسوالۍ کې موټرپلورنځۍ لري زياتوي، « امربالمعروف راغلل، ویل یې چې که مو ږيرې پرې نه ښودلې تر هغو مو بندي کوو، چې ږيري مو ببرې شي.»
بل لوری سرچينې وایي، چې د امربالمعروف ریاست کارکوونکو نن د سې شنبې پر ورځ د کابل ښار په ۲۲ مه ناحيه کې پنځه نارينه او دوې ښځې د «اخلاقي فساد» په تور نيولي.
له دې وړاندي هم د طالبانو د ددې ادارې کارکوونکو په کابل کې يو شمېر ښځې د «حجاب نه مراعتولو» په تور نیولې او زنداني کړې وې.
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې ځینو باوري سرچینو د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د «جنسي ځورونې او جنسي تیريو» شاهدي ورکړې ده.
ملګرو ملتونو او نړۍوالو بشري سازمانونو له دې وړاندې هم طالبان له بشري حقونو په سرغړونې تورن کړي او ویلي یې دي، چې هیڅ ډول انساني کرامت په پام کې نه نیسي، خو طالبان ادعا کوي چې تر نورو وختونو یې په ښه ډول د خلکو حقونه ورکړي دي.