۱۲ ورځې تېرې شوې خو پر افغان کډوالو د ډزو په تړاو د طالبانو څیړنې لا روښانه نه دي
نږدې دوه اونۍ وړاندې طالبانو د سیستان او بلوچستان په کلګان سیمه کې پر افغان کډوالو د ایراني سرحدي ځواکونو د ډزو د څېړلو لپاره یوه کمېټه وټاکله. د نړیوالو له غوښتنو او د طالبانو د پلاوي له ټاکلو سره سره دې ډلې تر اوسه د خپلو څېړنو پایلې نه دي اعلان کړې.
د کلګان په پوله کې د ایراني پوله ساتو په ډزو کې د لسګونه افغانانو د وژل کېدو له رپوټونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې د ایران په پوله کې د افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه اوازې دي.
هغه په خپله خواله رسنۍ اېکس کې ولیکل، چې"دا معلومات لا نه دي تایید شوي او د موضوع له روښانه کېدو وروسته به لازم تصمیم ونیول شي."
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم وویل، چې د دې ډلې چارواکي نه شي کولای دغه پېښه تایید کړي، ځکه دا پېښه "د افغانستان له پولو بهر" شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د کورنيو چارو، بهرنيو او دفاع وزارتونو له استازو جوړ يوه جګپوړي پلاوي په دې اړه څېړنې پيل کړې دي او د حقايقو له څرګندېدو وروسته به خپل راپور وړاندې کړي.
د طالبانو د کډوالو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد په دې وروستیو کې ویلي چې د ایراني پوله ساتو له خوا د افغان کډوالو د ویشتلو په اړه د څیړنو پایلې به ډیر ژر خپرې شي.
حال وش، د بشري حقونو سازمان چې د سیستان او بلوچستان د خبرونو په اړه راپور ورکوي، د لومړي ځل لپاره د افغان کډوالو د ډزو خبر خپور کړ.
دغه سازمان ليکلي، چې د ايران سرحدي ځواکونو د تلې د ٢٢مې نېټې په ماښام د کلګان سراوان په سيمه کې د هغو ٣٠٠ افغان کډوالو پر يوې ډلې ډزې وکړې، چې غوښتل يې ايران ته ننوځي. د وضعیت د راپور له مخې، دې پیښې "په لسګونو" مړه او ټپیان پرځای پرېیښي دي.
سراوان ښار په سیستان او بلوچستان ایالت کې دی او له پاکستان سره پوله لري.
د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ او په افغانستان کې د دغه سازمان استازولۍ د دغو راپورونو د څېړلو غوښتنه وکړه. یوناما په یوه اعلامیه کې وویل، چې دا پېښه د تلې په ۲۲مه او ۲۳مه شوې ده.
خو ایراني چارواکو دغه راپور رد کړی دی. د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له پېښې وروسته وویل چې دا راپورونه حقیقت نه لري.
حال وش په دې وروستیو ورځو کې راپور ورکړی، چې د پېښې د شپږو ټپیانو په ګډون یو شمېر افغان کډوال نیمروز ولایت ته لېږدول شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې ایراني ځواکونه پر افغان کډوالو ډزې کوي. تر دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي و، هغه افغان کډوال چې غواړي د ایران او ترکیې له لارې خوندي هېوادونو ته لاړ شي، د ایران او ترکیې سرحدي ځواکونو په نښه کړي دي.
دغه سازمان «له موږ سره د انسانانو په څېر چلند نه کیږي» تر سرلیک لاندې یوه راپور کې ویلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون کډوالو د سرحد له دیوال څخه د ښکته کېدو او یا هم تر ډیره د ایران په پوله کې د کټارو لاندې د کښته کېدو پر مهال په مستقیم ډول په ډزو وژل شوي دي.