طالبان: پنجشیر کې به د مسلکي جوازونو د نوي کولو پروګرام نږدې راتلونکي کې پیل شي
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به په پنجشیر کې د مسلکي جوازونو د نوي کولو پروګرام پیل کړي. دغه خبره د یاد وزارت تخنیکي مرستیال پنجشیر ته د سفر پر مهال کړې ده.
پنجشیر کې د طالبانو د کانونو او پټروليم ریاست نن سې شنبه د (لړم اتمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت تخنيکي مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ د مسلکي جوازونو د نوي کولو موضوع د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم له مشر او د پنجشير د کانونو له مسوولانو سره په کتنه کې کړې ده.
طالبان تل په هغو برخو پام ډیر ساتي چې له هغه عواید لاسته ورځي او تر ډيره بریده دغه ډله تورنه ده چې عواید د حکومت پر ځای په شخصي جیبونو کې اچوي.
خبر زیاتوي چې د پنجشېر د کانونو او پټروليم مشر محمد قاسم امیري، په دې غونډه کې د پنجشېر د زمردو د کانونو استخراج د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د لړم په لومړۍ نېټه ویلي و، د روان کال په دویمه ربعه کې یې د څه کم دوه نیم زره ښځو په ګډون پر ۳۴۶۰۴ کسانو د کار جوازونه وېشلي دي.
طالبانو ويلي، چې یو شمېر بهرنیو وګړو ته یې هم په افغانستان کې د کار کولو جوازونه ورکړي دي.
د طالبانو حکومت د کانونو استخراج، لوړو مالیو، باج اخیستلو، د تذکرو او زیږون کارټونو په لوړه بیه ویشلو تر څنګ موسسو، شرکتونو او ټولنو ته د جوازونو د وېشلو لړۍ چټکه کړې او په دې سره یې د عوایدو زیاتېدو ته مخه کړې.
که څه هم طالبان په کور دننه د کاري زمینو د برابرولو په اړه ډېری وختونه تبلیغات کوي؛ خو بیا هم هره ورځ سلګونه کسان د وزګارۍ او بیوزلۍ له امله پر نا قانونه لارو د کار په لټه له هېواده پښې سپکوي.