د طالبانو د اقتصاد وزیر:د بهرنیو موسسو د کارکوونکو معاشونه او اداري لګښتونه ډېر دي

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست وايي، د بهرنیو موسسو معاشونه او اداري لګښتونه لوړ دي چې له اقتصادي اړخه د خدمتونو د وړاندې کولو او پروژو د اغیز کمېدو لامل ګرځي.

دین محمد حنیف د سه شنبې پر ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو دفترونو له مسوولانو سره په کتنه کې غوښتنه کړې، چې تمویل کیدونکې پروژې دې له پلیتابه وړاندې د طالبانو له سکتوري ادارو سره شریکې شي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت وايي، قاري دین محمد حنیف د پروژو په پلیتابه کې د انډولیزې پراختییا په نظر کې نیولو سره د کاري روڼتیا غوښتنه کړې ده.

نوموړی وايي، چې د بهرنیو موسسو د فعالیتونو د اغیزناکتوب لپاره یې د جواز په ورکړه، مکتوبونو، بهرنیانو ته د ویزو په ورکولو، بانکي حسابونو او د دفترونو په جوړولو کې اړتیا وړ اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د طالبانو دغه چارواکي دغه راز له ملګرو ملتونو غوښتي چې په ۲۰۲۵ کال کې د دوی د سکتوري ادارو او د خلکو پراختیايي او اقتصادي لومړیتونه په پام کې ونیسي.

د طالبانو دغه چارواکي د ملګرو ملتونو له اړوندو موسساتو دغه راز غوښتنه کړې چې د بشري مرستو بڼه ورو ورو د پراختیايي مرستو بڼې ته واړول شي.

د طالبانو ددغه چارواکي دا څرګندونې داسې مهال دي چې ګڼو بهرنیو موسسو د طالبانو له محدودوونکو هڅو شکایت کړی او ځینو موسسو خپلې چارې ځنډولې دي.

د ملګرو ملتنو تر چتر لاندې د دوو موسسو اوچا او یونیسف په تړاو دوه وروستي رپوټونه ښيي، چې طالبان یې په چارو کې لاسوهنه کوي او دا چاره ددوی فعالیتونه اغیزمنوي.