د لبنان په بقاع دره کې د اسراییل د بریدونو په پایله کې ۶۰ کسان وژل شوي
رویټرز خبري اژانس د درېیو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د لبنان په بقاع دره کې د اسراییل د بریدونو په پایله کې ۶۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د لبنان د روغتیا وزارت هم ویلي، چې د دغه هېواد د ختیځ بعلبک ښار په درېیو کلیو کې د اسراییل د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.