طالبانو پکتیا کې د «اسلامي ارزښتونو خلاف» کتابونو پر خپراوي بندیز لګولی

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پکتیا ولایت کتاب پلورونکو ته امر کړی، چې د «اسلامي ارزښتونو خلاف» کتابونو له چاپ او خپراوي څخه ډډه وکړي. د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې په ټولو ولایتونو کې د «منع شویو کتابونو» د راټولولو بهیر دوام لري.

د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر دې وړاندې د کتابونو په منع شوي لیست کې د هنر، ادبیاتو، تاریخ، سیاست او ټولنپوهنې پر ځينو کتابونو بندیز لګولی و.
دغه وزارت د دوشنبې پر ورځ (د لړم ۷ مه) نېټه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په ټول افغانستان کې د «منع کتابونو» د راټولولو لړۍ دوام لري او د پکتیا ولایت کتاب پلورونکي هم مکلف دي، چې دغه ډول کتابونه د دغه ولایت د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپاري.
په پکتيا کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ثواب جان اسلام يار وويل: «د هغو کتابونو د راټولولو لپاره، چې د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور خلاف وي، د کتاب پلورونکو همکاري ډېره مهمه ده.»
تر دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ارزونې کمیسیون په دولتي کتابتونونو کې زیات شمېر کتابونه په ځانګړو الماریو کې مهر او بند کړي وو او ويلي يې و، چې دا د لاسرسي وړ نه دي.
د دغه راپور له مخې، طالبانو تر اوسه ټول دولتي او خصوصي کتابتونونه څارلي دي.
د طالبانو یوه خاص کمیسون تر دې وړاندي په کندهار او يو شمېر نورو ولایتونو کې هم له ښوونځينو او دولتي کتابتونونو هغه کتابونه ټول کړي، چې د دوی په خبره د «شریعت خلاف او د غربي فکر زېږنده» دي.
د طالبانو استخباراتو په لومړيو کې په هېواد کې د سلو کتابونو پر پېر، پلور او بیا چاپ بندیز ولګاوه او ځینې یې له بازار هم ټول کړل.
دې چارې د ګڼو لیکوالانو او فرهنګیانو غوسه راپارولې او دا چاره یې د بیان پر ازادۍ یو بل بندیز بللی دی.