په پروان کې طالبانو یوه ښځه او درې نارینه د عامو خلکو پر وړاندې په دُرو وهلي
د طالبانو ستره محکمه وایي، د پروان په سیدخېل ولسوالۍ کې يې يوه ښځه او درې نارينه د خلکو پر وړاندې۳۹ دُرې وهلي دي. دې محکمې د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغو کسانو ته «له کوره د تېښتې او د لواطت په تور» سزا ورکړل شوې ده.
د طالبانو سترې محکمېد دوشنبې پر ورځ په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مېرمنې او يو نارینه يې له کوره د تېښتي په تور په شپږ – شپږ مياشتي بند او دوه نور نارينه یې د «لواطت» په تور په یو- یو کال بند محکوم کړي او هر یو یې ۳۹ دُرې وهلی دی.
د یکشنبې پر ورځ هم طالبانو په فاریاب ولایت کې یو کس د جنسي اړيکو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلی و.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزا عملي کوي.
د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» په اډانه کې دغه کړنې ترسره کوي.