اسراییل: په غزه کې د اوربند په بدل کې د ۴ یرغمل شویو د ازادۍ په اړه مو ځواب ترلاسه نه کړ
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې دغه هېواد په غزه کې د ۴۸ ساعته اوربند په بدل کې د ۴ یرغمل شویو کسانو د ازادۍ د وړاندیز په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د نتانیاهو دفتر په یوې بیانیه کې ټينګار وکړ: «که داسې یو وړاندیز شوی وای، لومړي وزیر سمدستي منلو.»
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د لړم په ۶مه اعلان وکړ، چې قاهرې په غزه کې ښکېلو خواوو ته د دوه ورځيني اوربند په اړه د یوې طرحې وړاندیز کړی دی.
د نوموړي په وینا، د دې طرحې له مخې به د حماس په بند کې څلور یرغمل شوي کسان او دغه راز د اسراییل له بند څخه یو شمېر فلسطیني بندیان خوشې شي.