د ازادۍ جبهه: په کندز کې مو دوه طالبان وژلي او درې نور مو ټپيان کړي

د ازادۍ جبهې ویلي، چې د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې یې په طالبانو برید کړی دی. دغې جبهې پر اېکس د یوې ویډيو په خپرولو سره ویلي، چې په دغه برید کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه د یکشنبې په ماښام (د لړم په ۶مه) هغه وخت رامنځته شوه چې د ازادۍ جبهې ځواکونو د طالبانو په یوې ډلې چې د خان اباد په چوک کې سره راټول شوي و، برید وکړ.
یادې جبهې ویلي، د دې ډلې ځواکونه به تر هغه وخته خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، چې د طالبانو نامشروع حکومت په بشپړ ډول له منځه نه وي تللی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان د ازادۍ او مقاومت جبهې جنګیالي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو وخت ناوخته بریدونه کوي، چې د دوی په وینا تراوسه یې د طالبانو لسګونو غړو ته مرګژوبله اړولې ده.