طالبانو او د تېر حکومت چارواکو د افغانستان د کرېکټ لوبډلې پر بریا خوښي وښوده

د افغانستان د کرېکټ افغان ابدالیان لوبډلې په یوې په زړه پورې لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه او د ځوانانو د اسیا جام سیالیو اتلولي یې خپله کړه. یو شمېر طالبانو او د تېر حکومت چارواکو د افغانستان د کرېکټ لوبډلې پر دغې سترې بریا خوښي وښوده او د مبارکۍ پیغامونه یې خپاره کړي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د اېمېرجنګ اسیا جام سیالیو کې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې بریا ستایلې او ویلي یې دي، چې د افغانستان ورزشکاران په هره سیالۍ کې ځلېدلي دي او خپل هېواد ته یې ویاړونه راوړي دي.
ښاغلي کرزي په خپل اېکس کې لیکلي: «د اېمېرجنګ اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې د سریلانکا پروړاندې د افغانستان اتلولي د افغانستان ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د کرېکټ لوبغاړو ته مبارکي وایم.»
د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم په خپل اېکس د کرېکټ ملي لوبډلې نه ستړې کېدونکي هڅې وستایلې.
د نوموړي په وینا: «دا بریا د افغانستان د ویاړ، اتحاد، او ملي یووالي سمبول دی. دوی وښودله، چې د افغانانو زړورتیا او استعداد په هر ډګر کې ځلېږي.»
له دې سره د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم پر اېکس د افغانستان د اتلولي مبارکي ورکړې او ویلي یې دي: «د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د اسیا ایمرجېنګ جام په پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړې او د لومړي ځل لپاره یې د یاد ټورنمنټ اتلولي ګټلې ده. د لوبو په ډګر کې دا بريا دې ټولو هېوادوالو مبارک وي.»
د ښاغلي فطرت ترڅنګ د طالبانو د حکومت د قطر دفتر مشر سهیل شاهین هم پر خپلې اېکس پاڼې د افغان ابدالیانو د بریا د مبارکۍ په موخه لیکلي: «افغان ابدالیانو اتلانو د لومړي ځل لپاره د اسیا جام د سیالیو پایلوبه وګټله او دا تاریخي اتلولي یې پخپل نوم کړه. په نورو میدانونو کې هم د اتلولیو لپاره لاس په دعا یم.»
که څه هم د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د کرېکټ لوبې له مخالفانو څخه دی، خو د یادو طالب چارواکو ترڅنګ په اسلام آباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم هېوادوالو ته د افغان ابدالیانو له لورې د اسیا اېمېرجینګ اتلولۍ مبارکي ورکړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بیا په یوې جلا لیکنه کې لیکلي: «افغان ابدالیانو ته دې بریا نېکمرغه وي او اللّه تعالی دې افغانانو ته په راتلونکي وخت کې هم په هر ډګر کې کامیابې ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د تېر حکومت د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي هم په خپل وار سره د افغان ابدالیانو د دې بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې دا یوه ستره او تاریخي بریا ده.
د افغانسان د کرېکټ الف لوبډلې نن د عمان په کوربه توب د ځوانانو اسیايي جام د ۲۰۲۴ کال اتلولې وګټله.
دا لومړۍ ځل دی، چې افغان ابدالیان دغه جام په خپل نوم کوي.
د ځوانانو اسیایي جام د پای لوبې پچه د سریلانکا الف لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د سریلانکا لوبډلې د ۲۹ اورونو په لوبولو سره ۱۳۳ منډي جوړي کړې.
همدارنګه افغان ابدالیانو دغه لوبه په ۱۸،۱ اور کې وګټله.
دغه جام په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان الف لوبډلې ګتلی و.