د لبنان د روغتیا وزارت: د اسراییل په برید کې ۳۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د لبنان د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د دغه هېواد په سوېل کې د اسراییل د برید له امله اته کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.

که څه هم تر دې وړاندې د اسراییل پوځ د لبنان په سوېل کې د یو شمېر سیمو د تخلیې دستور ورکړی و، خو صیدا سیمه بیا په دغه نوملړ کې نه وه.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه برید کې چې د صیدا په سیمه کې شوی، یوه ودانۍ ویجاړه شوې او د شاوخوا هټۍ او یو شمېر نورې ودانۍ بیا زیانمنې شوې دي.
د راپور له مخې، ژغورونکي ډلې د پېښې سیمې ته رسېدلي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په دغه هېواد د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې دوه زره کسان وژل شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوالې ادارې بیا اعلان کړی، چې په لبنان کې لړ تر لږه ۱،۳ میلیونه کسان بې ځایه شوي، چې څه باندې ۸۰۰ زره کسان بیا د دې هېواد په پولو کې دي.
لبناني چارواکي وایي، چې څه باندې نیم میلیونه کسان سوریې ته کډوال شوي دي.