د ایران سفیر وایي، هڅه کوي چې د افغانستان پانګهوال په هغه هېواد کې پانګونې ته ورمات کړي
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، هېواد یې غواړي چې د افغانستان د خصوصي برخې پانګهوال د ایران په سترو پروژو کې پانګونې ته وهڅوي.
کاظمي قمي ویلي، تهران او کابل کولای شي چې د چابهار بندر په پراخولو، د شمال او سوېل، ختیځ او لویدیځ تر منځ ګډ ترانزیټي کریډور رامنځته کړي.
د ایران د خبري اژانس «اېرنا» د راپور له مخې، ښاغلي قمي په مشهد کې د یو نړۍوال نندارتون د پرانېستې پر مهال ویلي، دغې موخې ته د رسېدو لپاره هڅه کوي چې د افغانستان د خصوصي برخې پانګهوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
حسن کاظمي قمي ویلي، چې د افغانستان د اقتصاد غوړېدل د سیمې پر هېوادونو مثبت اغېز لرلای شي.
تر دې د مخه د ایران د اسلامي جمهوریت ویاندې په افغانانو د ځمکو د پلورلو او په چابهار کې د طالبانو د حضور په اړه د خپرو شویو راپورونو په غبرګون کې ویلي و، چې ایران د اقتصادي ګټو لپاره خپل کورنی امنیت او سرحدونه له خطر سره نه مخامخوي.
فاطمې مهاجراني ویلي:« موږ پر بهرنیانو ځمکه نه پلورو.»