ایران: هغه ۱۶ کورونه مو په تایباد کې مهر ولاک کړي چې «ناقانونه» افغانانو ته ورکړل شوي وو

په ایران کې د انقلاب تایباد لوی څارنوال وایي، د سږ کال له پیله د تایباد په بېلابېلو برخو کې هغه ۱۶ کورونه چې «ناقانونه» افغانانو ته ورکړل شوي و، مهرولاک شوي دي.

حجت صدیقي ویلي، دغه ګام یې له هغه وروسته اخیستی چې ځینو ښاریانو د «ناقانونه» وګړو په اړه ورته شکایت کړی و او ځینو قضایي چارواکو یې په اړه هم نوموړي ته سپارښتنې کړې وې.
نوموړي د شنبې په ورځ (د لړم په پنځمه نېټه) د ایران (اېرنا) خبري اژانس ته ویلي، هغو کسانو چې افغانانو ته کورونه په اجاره ورکړي و، هغوی به قصایي څانګو ته لېږل کېږي.
د ایران دغه قضایي چارواکي زیاته کړې چې: «هغه کسان چې ناقانونه بهرنیانو ته د کورونو په ورکولو کې ښکېل وي، له هغوی سره به قانوني چلن کېږي.»
حجت صدیقي خبرداری ورکړ، چې «په موټرو کې له یوې سیمې بلې ته د ناقانونه وګړو لېږدول هم منعه دي.»
هغه وایي، د موټرو خاوندان چې نا قانونه افغانان لېږدوي، سزا به ورکړل شي، د ایران د ملي امنیت شورا د پرېکړې سره سم به یې موټر تر شپږو میاشتو ودرول شي.
د دغه ایراني چارواکي د وینا له مخې، د روان کال تر نیمایي پورې ۲۳ زره ناقانونه افغانان نیول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.