طالبانو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې له ځوانانو د «امارت پېژندنې» ازموینه واخیسته

طالبانو د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې له شاوخوا ۳۵۰ کسانو د «امارت پېژندنې» ازموینه اخیستې ده.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه ازموینه د یاد ریاست اړوند د ځوانانو چارو امريت له‌خوا اخيستل شوې ده.
‏په کندهار کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې په دغې ازموینې کې د لوړو نمرو ګټونکو کسانو ته به ‏په بېلابېلو برخو کي جایزې هم ورکړي.
په کندهار کې د طالبانو د ځوانانو چارو امر وایي، چې له دغې ازموینې څخه یې موخه د طالبانو بنسټیزه پېژندنه او ‏د مطالعې دودول دي.
دغه مسوولین زیاتوي، چې له ازموینې وړاندې یې پر دغو کسانو د «امارت پېژندنې» کتابونه هم وېشلي وو.
طالبانو تر دې وړاندې هم (د زمري په ۳۰مه) د کندهار په سپین بولدک کې د ۹۵ ښوونځیو او ۲۱ دیني مدرسو زده‌کوونکو ته د «امارت پېژندنې» کتابونه وېشلي وو.
له بل پلوه داسې ویل کېږي، چې د طالبانو د «امارات پېژندنې» په کتاب کې ځینو طالبانو د خپلو مشرانو او پېښو په اړه په معلوماتو کې لاسوهنه کړې او په دې برخه کې یې خپل تبلیغات ځای پر ځای کړي دي.
طالبانو تر دې وړاندې (د تلې په ۱۲مه) د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ښوونځیو له زده‌کوونکو څخه د «عقیدې او داعش پېژندنې» په اړه هم یوه ازموینه اخیستې وه، چې شاوخوا ۲۰۰ کسانو په کې برخه اخیستې وه او تر هغې وړاندې په غبرګولي میاشت کې یې هم په فاریاب ولایت کې له ۴۰۰ زده‌کړیالانو «د امارت پېژندنې» ازموینه اخیستې وه.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، دغې ډلې تر اوسه په کندهار، هلمند، لغمان، بغلان، بلخ، روزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې دغه ازموينې اخيستې دي.
په دغو پوښتنو او ازموینه کې د «امارت پېژندنې» په اړه له زده‌کړیالانو د طالبانو د تحریک د ایډیالوژۍ، اهدافو او تاریخ په اړه پوښتنې شاملې دي.