ځايي سرچینې: په کندوز کې د طالبانو د استخباراتو د مشر په کور کې د ډزو غږ اورېدل شوی
سیمه ییزې سرچینې وايي، د پنجشنبې په شپه په کندوز ولایت کې د طالبانو د استخباراتو د مشر راشد منیب په کور کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم کومې ډلې د دغو ډزو پړه پر غاړه اخيستې ده.
تر اوسه د دغه برید د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو د استخباراتو مشر کور چې پرې برید شوی د کندوز پوهنتون په کوڅه کې او د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته څېرمه موقعیت لري.