روزا اوتنبایوا: افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د زیانمنو شویو هېوادونو په کتار کې راغلی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د یوناما مشره روزا اوتنبایوا وایي، چې د ملګرو ملتونو سازمان په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

د طالبانو تر کنڼرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې نوموړې دغه څرګندونې تېره ورځ کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د ۷۹مې کاليزې په مناسبت یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.
هغې ویلي، چې ملګري ملتونه د روغتیا، پراختیا، سولې، ټیکاو او بشري مرستو په ګډون بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
د هغې په وینا، افغانستان په یو حساس پړاو کې دی او په دغو وروستیو کې دغه هېواد د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ د ډېرو زیانمنو شویو هېوادونو په کتار کې راغلی دی.
هغې وړاندې ویلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان ترڅنګ، ټول ملي او نړۍوال بنسټونه باید په دې برخه کې خپل مکلفیت ترسره کړي او د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي، چې د نړۍوال ناورین مخه ونیوله شي.