امرالله صالح: لوېدیځې رسنۍ پوتین منزوي او حقاني اتل معرفي کوي
د جمهوري نظام د وروستي ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې په داسې حال کې چې پوتین د کازان په بریکس غونډه کې د څلور میلیارده خلکو د مشرانو کوربه و، لویدیزې رسنۍ نوموړی منزوي او د روسیې اقتصاد له زوال سره مخ ګڼي، خو سراج الدین حقاني ددوی اتل دی.
امرالله صالح وايي، چې دا د لویدیز محوره نړیوال نظم ځورتیا او او د اخلاقي او ارزښتي معیارونو د ټاکلو په برخه کې د هغوی د تسلط پای راښيي.
امرالله صالح وايي، چې په داسې حال کې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د امریکا د څیړنو د فدرالي ادارې او بهرنیو چارو او عدالیې وزارتونو تر تعقیب لاندې کس دی، د نیویارک ټایمز د رپوټ اتل کیږي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې لیکلي، چې سراج الدین حقاني د ښځو حقونو، د نجونو د زدکړو او نورو مسایلو په تړاو، چې د دې ډلې توندلاري مشر ملا هبت الله پرې بندیزونه لګولي، نرم دریځ لري او په دې لټه کې دی چې د دغسې ګامونو پر وړاندې مقاومت وکړي.