پخواني پولیس: د طالبانو له لوري موږ ته د پاتې معاشونو راکول، زموږ لپاره اېښودل شوې لومه ده

طالبان غواړي په کندهار او هلمند ولایتونو کې د تېر حکومت پولیس سرتېرو ته د ۱۴۰۰ کال د پنځو میاشتو پاتې معاشونه ورکړي. خو د تېر نظام چارواکي او سرتېري وایي، طالبان غواړي په دې توګه د تېر حکومت پولیس چارواکو ادرسونه پیدا او هغوی تر بشپړ څار لاندې ونیسي.

افغانستان انټر نشنل ـ پښتو ته رسېدلي مکتوب کې لیکل شوي، چې په هلمند ولایت کې د تېر نظام پولیس سرتېرو ته د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې څخه تر زمري میاشتې پورې پاتې معاشونه حواله کېږي.


په مکتوب کې لیکل شوي، چې د تېر نظام هغه پولیس سرتېرو ته چې د ۱۴۰۰ کال له حمل میاشتې څخه تر زمري میاشتې یې معاشونه نه وي اخیستي، د روانې میاشتې تر اتمې نېټې دې په هلمند کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته ورشي.
طالبانو د سیمه‌یېزو رسنیو، خواله رسنیو او په جوماتونو کې هم ورته خبرتیاوې خپرې کړې او وايي، د تېر نظام پولیس دې په کندهار او هلمند کې امنیه قوماندانیو ته ورشي.
د یادو خبرتیاو د خپرېدو سره د تېر حکومت د پولیسو سرتېري سخت اندېښمن شوي.
د تېر حکومت پولیس وايي، د طالبانو له لوري د معاشونو ورکول د تېر حکومت د پولیسو سرتېرو ته لومې اېښودل دي.
د تېر حکومت پر مهال د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات د طالبانو له لوري پخوانيو پولیس سرتېرو ته د معاشونو د ورکولو په اړه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:« دوی په دغه چم د پولیسو لېسټ جوړوي، چې پولیس چیرې دي، څوک دي، څه کوي. دوی غواړي په دغه چم پولیس وپېژني، د اردو سره یې هم دغسې چم کړی و، په ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې دوی غواړي د پښتنو په ولایتونو کې امنیتي ځواکونه په نښه او هغوی وپېژني.»
د ۲۰۲۱ کال پر مهال هلمند یو له هغو ولایتونو څخه و، چې هلته مېشتو نظامیانو د طالبانو پر وړاندې سخت مقاومت وکړ او په اسانۍ سره یې طالبانو ته اجازه ورنه کړه چې دغه ولایتونه سقوط شي.
د ۲۰۱۲ کال په جولای او اګسټ میاشتو کې د طالبانو او د تېر حکومت ترمنځ د جګړي ګرم ډګر و او طالبانو ته د لښکرګاه ښار د سقوط په نیت ډېره مرګ ژوبله اوښتې وه.
د تېر حکومت پخوانيو سرتېرو افغانستان انټر نشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان غواړي د ډېرو کمو پیسو په بدل کې د تېر حکومت د پولیسو سرتېرو د کور ادرس، د اړیکو شمېرې او ټول معالومات تر لاسه کړي او وروسته به هغوی د طالبان تر بشپړ څار لاندې وي.
د محمد هاشم په نوم یو پولیس سرتېری چې اوس د افغانستان په یوه ګاونډي هېواد کې اوسېږي وايي:« عجبه داده، چې کله زه له هلمند څخه ووتم، طالبانو څو ځله زما کور وپلټه، زما وړونه او پلار یې څو ځله بندیان کړل، چې په دې توګه پر ما فشار وارد کړي چې باید زه بېرته هلمند ته ورشم؛ خو اوس دوی معاشونه ورکوي؟ دې کې طالبان حتمن کوم پلان لري.»
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د موندنو له مخې، د هلمند او کندهار ډېری پخواني نظاميان په ځانګړې توګه پولیس سرتېري د طالبانو د مزاحمتونو له امله یا خو ګاونډیو هېوادنو ته تللي او یا هم له دغو ولایتونو څخه وتلي او د افغانستان په نورو ولایتونو کې پټ په پټه ژوند کوي.
د تېر حکومت سرتېري وايي، د طالبانو له لوري پولیسو ته د معاشونو د ورکړې په مکتوب کې محدود وخت ذکر شوی او دا پر دې دلالت کوي، چې دوی وزګاره سرتېري په خپل دام کې را ښکېل کړي.
د تېر حکومت یو پولیس چارواکی چې دمګړی په کابل کې اوسېږي او نه غواړي هویت یې په ډاګه شي وايي:« د ژمي په رارسېدو سره دوی خپل امنیتي تدابیر نور هم زیاتوي او دوی غواړي دا معلومه کړي، چې څوک له افغانستانه بهر او څوک همدلته دي او غواړي چې د تذکرو له لارې ټول په نښه کړي.»
پخواني نظامیان وايي، هغه پولیس سرتېري چې لا هم په افغانستان کې دي؛ خو د طالبانو تر څار لاندې دي او طالبان یې د اوسېدو ځای نه شي تثبیتولای، په دغه تاکتیک کې به ډېر نظامیان یو ځل بیا د طالبانو په لومه کې راګیر شي.
د طالب سرچینو د معلوماتو له مخې، همدا اوس د کندهار او هلمند په مرکزي زندانونو کې لسګونه پخواني نظامیان په یوه او بله پلمه بندیان دي.
همدارنګه یو شمېر طالب سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د تېرو دوو میاشتو راهیسې طالبانو د خپلې ډلې د کسانو معاشونه هم نه دي ورکړي.
طالبانو په کندهار او هلمند ولایتونو کې په داسې حال پخواني پولیسو ته د معاشونو ورکولو بهیر پیل کړی، چې د یادې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده له لوري د تقاعد ورکولو پروسه درول شوې او د تېرو درېیو کالو راهیسې سلګونو پخواني دولتي کارکوونکو ته د تقاعد معاشونه چې د هغوی حق دی نه دي ورکړل شوي.