پر جبالیه پنډغالي د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیان وژل شوي دي
د بې ځایه شویو کسانو لپاره د جبالیه د کډوالو پر پنډغالي د اسراییل پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي.
اسراییلي ځواکونو لسګونه زره فلسطینیانو ته امر کړی، چې له سیمې ووځي.
یوازې د چهارشنبې په ورځ د جبالیه د بې ځایه شویو په پنډغالي کې لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیان ووژل شول.
له بل پلوه په غزه کې د حکومت رسنیو مرکز ویلي، پر جبالیه د اسراییل د پوځي برید او د غزې د شمالي سیمو د «یرغل» له شلو ورځو راهیسې تر ۷۷۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ ډېر ټپیان دي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی، چې د غزې په شمال کې د اسراییل تر ولکې لاندې سیمو کې پر فلسطینیانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره ټولې لارې تړل شوې او خلک له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
په غزه کې چارواکي بیا وایي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۲۷۹۲ کسان وژل شوي او ۱۰۰۴۱۲ نور ټپیان شوي دي.