حمدالله فطرت: موږ غواړو په راتلونکي کې د برېکس سازمان په ناستو کې برخه واخلو

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، غواړي په راتلونکي کې د برېکس سازمان په ناستو کې د ګډون له لارې د افغانستان غوښتنې او غږ د برېکس سازمان له غړو هېوادونو سره شریک کړي.

په کازان کې د بریکس سازمان د شپاړسمې ناستې په اړه، د طالبانو د ویاند مرستیال د یوه ویډیویې پیغام په خپرولو سره ویلي، چې دغه ډله غواړي په راتلونکي کې د بریکس سازمان د ناستو برخه و اوسي.

حمدالله فطرت وايي، یاده ډله د سیمې د هیوادونو پام دې ته راواړوي، چې د افغانستان اقتصاد، امنیت او ثبات د سیمې په کچه د ځانګړي اهمیت لرلو له امله د ټولو په ګټه دی.

نوموړی وايي، د بریکس سازمان باید د دغه شان ناستو او نورو تعاملاتو له لاري په سیمه ییز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړی وايي، افغانستان هم د سیمي د یو هېواد په توګه په دې برخه کې یو مهم رول لوبوي.

طالبان غوښتنه کوي، چې په راتلونکي کې باید په دغه ډول ناستو کې ګډون وکړي.

د برېکس مشرانــو د خپلې شپاړسمې ناستې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان د وګړو د بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او د بېلابېلو قومي ډلو د حقونو پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

په دې اعلامیه کې د افغانستان خلکو ته د بېړنیو او پرته له ځنډه د بشري مرستو د رسولو پر اړتیا هم ټینګار شوی او له طالبانو غوښتل شوي، چې د نجونو د منځنیو او لوړو زده کړو بندیزونه لغوه کړي.

د بریکس سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي، چې له یوه داسې خپلواک او سوله ییز افغانستان څخه چې له ترهګرو او نشه یي توکو څخه پاک هېواد وي، ملاتړ کوي.