‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په پلازمېنه کې پرونی برید وغانده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید د غندنې ترڅنګ د ترکیې دولت، ولس ‏او د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:« په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ترکیې په پلازمینه انقرې ښار کې د هوايي صنايعو پر شرکت "توساش" یو شمېر وسله‌والو برید کړی، چې مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.»
له بل پلوه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په ⁧‫انقره‬⁩ کې د فضایي صنایعو پر مرکز برید خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي:« د دغې ترهګریزې پېښې د قربانیانو کورنېو او دوست هېواد ⁧‫ترکیې‬⁩ ته د خپلې خواخوږی مراتب وړاندې کوم.»
ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم په اېکس پاڼه د ترکیې پرونی برید «ترهګریز» ګڼلی او هغه یې غندلی دی.

تېره ورځ ترکیې په پلازمینه انقرې ښار کې د هوايي صنايعو پر شرکت "توساش"شوي برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۲ نور بیا ټپیان دي.