طالبان: له چین سره د یو کمربند لار به سوداګریزې اړیکې او د انرژي دهلېزونه اسانه کړي
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر په چین کې د " یو کمر بند یوه لاره نوښت" د انرژۍ د وزیرانو په درېیم کنفرانس کې په وینا کې وویل، چې د افغانستان او چین ترمنځ د یو کمربند لار به د ځمکې له لارې سوداګریزې اړیکې او د انرژۍ دهلېزونه اسانه کړي.
عبداللطیف منصور دغه راز وویل، چې دغه دریځ افغانستان د چین د یو کمربند له لارې اړین شریک جوړوي او دغه هېواد له اروپا سره نښلوي.
د نوموړي په وینا، افغانستان د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او منځني ختیځ په اوږدو کې پروت هېواد دی، چې د سیمه ییز اتصال لپاره یو مهم ځمکنی پل برابروي.
ښاغلي منصور په دې غونډه کې دغه راز په خپلو خبرو کې په هېواد کې د برېښنا کموالي ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې تمه لري دغه ډله به د راتلونکو لسیزو لپاره د هېواد د برېښنا انرژي بازار ته ښه وده ورکړي.
د نوموړي په خبره: «مونږ په دې باور یو، چې ډاډمنې برېښنا ته لاسرسی، خوندیتوب، د انرژي امنیت، او د انرژي په وړاندې کولو کې تعادل، د افغاني ټولنې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره اړین شرطونه دي.»
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر همداراز زیاتوي، چې د جوړو شویو پروګرامونو له مخې به د افغانستان انرژي له کورنیو سرچینو برابرې کړي.
افغانستان د اوبو د ډېرو سرچینو په لرلو سره بیا هم اوسمهال د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له ترکمنستان او ازبکستان څخه برېښنا واردوي.
د کابل ښاریان بیا د برېښنا له پرچاویو سخت ستړي شوي او په نیوکې سره وایي، چې دوی په شپو، شپو برېښنا نه په سترګو ویني او نه ترېنه ګټه اخیستل کېږي.
عبداللطیف منصور په چین کې د " یو کمر بند یوه لاره نوښت" د انرژۍ د وزیرانو په درېیم کنفرانس کې وویل، چې د واخان دهلېز پرانیستل به د افغانستان او چین اړيکې نورې هم پراخې کړي.
منصور وایي، چې د دې لارې پرانیستل د سوداګرۍ او انرژۍ د همکارۍ یوه نوې دروازه خلاصوي.
طالب چارواکو مخکې هم ټينګار کړی و، چې دغه ډله به د ابرېشم لاره بيا جوړوي او افغانستان به د واخان له لارې له چين سره ونښلوي.
د واخان دهلیز د بدخشان په پامیر غرونو کې موقعیت لري او له شمال ختیځ څخه افغانستان له چین، تاجکستان او پاکستان سره نښلوي.
دغه دهلیز د افغانستان او د چین د شینجک یا کاشغر سیمې تر منځ یوازېنۍ نښلېدونکې لار ده.