ايراني چارواكي وايي، په لرستان كې یې شاوخوا دوه زره افغان كډوالو نیولي

د ایران د لرستان د پولیسو مرستیال وايي، چې د روان کال له پیله یې په دغه ولایت کې ۱۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي. محمد پيرحياتي وايي:« دغه شمېره د تېر کال پرتله سل په سلو کې زياته شوې ده.»

د دغه ایراني چارواکي د څرګندونو له مخې، ډېری دغه کډوال د لرستان ولایت په الیګودرز، خرم اباد او الشتر ښارونو کې نیول شوي دي.
د ایران صدا او سیما خبري اژانس د راپور له مخې، محمد پیرحیاتي د سې شنبې په ورځ (د لړم په لومړۍ نېټه) په لرستان کې له امنیتي چارواکو سره په کتنه کې خبرداری ورکړ چې په دغه ولایت کې د افغانانو کار کول جرم دی.
نوموړي زیاته کړه:« دې ته په پام سره چې لرستان یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د بې‌کارۍ کچه په کې لوړه ده، د بهرنیو وګړو له‌خوا د دغه ولایت د ځوانانو د کاري فرصتونو غصبول جرم دی.»
افغانان په ایران کې د بهرنیو کډوالو تر ټولو لوی نفوس جوړوي او د ایران چارواکي هغوی د «اتباع بېګانه» په نوم یادوي.
د لرستان د امنیې قومندانۍ د پولیسو مرستیال د دغه ولایت خلکو ته خبرداری ورکړی، چې که څوک "ناقانونه" افغانان په کار وګوماري، له قانون سره سم به ورسره چلند وشي.
ایران په تېرو مياشتو کې ګڼ شمېر افغانان نيولي او بېرته يې افغانستان ته ستانه کړي دي، چې په هغو کې هغه کسان هم شامل دي چې د تېر حکومت پر مهال يې په دولتي ادارو کې کار کاوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران امنیتي ځواکونه پر پوله ایران ته د افغان کډوالو د ننوتلو د مخنیوي پر مهال له تاوتریخوالي څخه هم کار اخلي.
په یوه تازه پېښه کې د «حال وش» د بشري حقونو سازمان چې د سیستان او بلوچستان خبرونه تر پوښښ لاندې نیسي، خبر ورکړی چې د ایران سرحدي ځواکونو د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۲۲مه) د سراوان ښار په کلګان سیمه کې پر افغان کډوالو ډزې وکړې.
د یاد سازمان د راپور له مخې، په دغه برید کې "لسګونه" افغانان مړه او ټپیان شوي دي.