د طالبانو مشران وخت ناوخته د خپل لومړني ځانمرګي د قبر لیدو ته ورځي

د طالبانو مشران او چارواکي په پکتیا کې د خپل لومړني ځانمرګي بریدګر د قبر زیارت ته ورځي.

دغه ځانمرګی چې د ټي ټي پي پخواني مشر ور کړی و، د امریکايي ځواکونو د برید په لومړیو کلونو کې د پکتیا په ګرده څیړۍ کې د دغو ځواکونو یو زغره وال ګاډی په نښه کړی و.

حقاني ډلې د حیات الله په نامه د دغه کم عمره ځانمرګي قبر رغولی او شناخته یا لخڅه یې پرې لګولې ده.
دا په افغانستان کې د طالبانو لومړنی ځانمرګی بریدګر و، چې د حقاني شبکې یوه پخواني قوماندان مولوي عبدالمنان د القاعده شبکې او پاکستاني طالبانو په همکارۍ برید ته چمتو کړی و.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د حیات الله مسید قبر ته، چې د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ په سرانه سیمه کې د سړک پر غاړه دی، وخته ناوخته د طالبانو او حقاني شبکې مشران د دوعا لپاره ورځي.
په هغو انځورونو کې چې څه موده وړاندې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي، ښکاري چې د حقاني شبکې جګپوړی غړی انس حقاني او د دې ډلې د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق د نوموړي قبر ته ورغلي دي.
په یوه خپره شوې ویډیو کې هغه موټر لیدل کیږي، چې ځانمرګی برید پرې ترسره شوی و.
د خپرو شویو رپوټونو له مخې، حقاني شبکې ته ډیری ځانمرګي بریدکوونکي د پاکستاني طالبانو ډلو ور کول.