عطامحمد نور: طالبان د ۲۲ ترهګرو ډلو کوربه توب او ملاتړ کوي

د افغانستان ژغورنې د مقاومت مشرتابه شورا غړی وايي، چې افغانستان د طالبانو تر جابرانه واک لاندې دی او دا ډله د ۲۲ ترهګرو ډلو ملاتړ او کوربه توب کوي.

عطامحمد نور په ترکیه کې د نننیو چاودنو د غندنې په ترڅ کې ویلي، چې ترهګري د نړۍ په هرګوټ کې ګواښ دی او باید له رېښو او د ودې له سرچینو سره یې مبارزه وشي.
نوموړي پر خپل ایکس لیکلي، چې « په اوسمهال کې د ترهرۍ د ودې یو بستر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان دی چې دې ډلې ۲۲ ترهګرو ډلو ته په ځای ورکولو سره د ترهګرۍ روزنې، دود کولو او صادرولو ته لاره اواره کړې ده».
نور د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنعتونو پر مرکز برید غندلی او د ترکیې له خلکو او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې غمرازي ښودلې ده.