د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، ایران بیا دوه افغانان په دار ځړولي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې د قم په مرکزي زندان کې پنځه تنه په دار شوي چې دوه یې افغانان دي. یاد سازمان ویلي، چې دغه دوه افغانان په ایران کې د «عمدي قتل» په تور په دار ځړول شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان تېره ورځ سې ‌شنبه د (لړم لومړۍ نېټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ایران د قم په مرکزي زندان کې د دوو افغانانو په ګډون پنځه تنه اعدام کړي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان په خبرپاڼه کې زیاتوي چې د عبدالقادر په نوم یو تن د تېرې یکشنبې په ورځ د تلې په ۲۹ مه د ایران حکومت له خوا په دار شوی خو یو بل تن چې تر اوسه پورې یې هویت نه دی څرګند د تلې میاشتې په ۲۵ مه اعدام شوی دی.
دغه سازمان وايي، چې د یوه بل افغان په ګډون څلور نور کسان د اعدامولو لپاره جلا، جلا بندخونو ته لېږدول شوي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې دغه کسان د کرج په قزل حصاري زندان کې په دار وځړول شي.
تر دې مخکې هم ایران ګڼ شمېر افغانان په بېلابېلو تورونو په ځانګړې توګه د مخدره توکو د قاچاق او قتل په تورونو اعدام کړي.
تر اوسه پورې د ایران رسنیو په دې اړه راپورونه نه دي خپاره کړي، خو د ایران بشري حقونو سازمان او د بشر حقونو فعالانو له تېرو څو ورځو راهیسې په ایران او بهر کې د اعدام د سزا د درولو لپاره اعتراضونه پیل کړي او د ایران له حکومته غواړي چې نور دې د اعدام سزا ودروي.