طالبان وايي، چې د کابل هوايي ډګر له لارې یې د افغانستان نیمه قېمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې

‏د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون وايي، د دغې ډلې سرحدي پولیسو د کابل هوايي ډګر له لارې بهر ته د افغانستان د نیمه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیولې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د دغې ډلې د سرحدي پولیسو لوی ریاست په حواله نن چهارشنبه د (لړم دویمه نېټه) خبر خپور کړی، چې د کابل په هوايي ډګر یې د طالبانو سرحدي پولیسو د افغانستان د نیمه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیولې ده.
خبر زیاتوي چې، دغه اندازه نېمه‌قیمتي ډبرې چې د یوې مېرمنې د سفر په بیک کې ځای پر ځای شوې وې، د طالبانو سرحدي پولیسو د فضایي امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د سرحدي پولیسو له قوله وایي، چې د کابل هوایي ډګر په بهرني ترمینل کې د ۶۷۶ ګرامو په وزن سره د اوه ډوله نېمه‌قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نېول شوې، خو د دغو ډبرو د ارزښت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د کانونو نا قانونه سپړل او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو قاچاق تر پخوا ډیر شوی او دغه قاچاق ډیری مهال په سرحدونو کې د ځمکې له لارې کیږي چې مخه نیول یې ګران دي.
پر طالبانو تور دی چې د دوی وسله والې ډلې خپله هم د افغانستان قیمتي توکو په قاچاق کې لوی لاس لري او په رسنیو کې د ځان سپین ښودلو لپاره کله نا کله د نورو له خوا د قاچاق مخه نیسي.