هرات کې روغتیايي کارکوونکو د معاشونو نه ورکولو له امله اعتصاب کړی

په هرات کې د يو شمېر روغتيايي مرکزونو کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې د څلورو مياشتو معاشونو د نه ورکولو له امله يې د لړم له لومړۍ نېټې کاربندیز پيل کړى. دغو کارکوونکو وویل چې تر څو یې معاشونه نه وي ورکړل شوي، په يادو مرکزونو کې به روغتيايي خدمتونو ته دوام ور نه کړي.

په هرات کې د روغتيايي مرکزونو يو شمېر کارکوونکو د لړم پر لومړۍ نېټه افغانستان انټرنشنل ته وويل چې له څلورو مياشتو راهيسې يې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
د هرات د روغتونونو معترضو کارکوونکو د مکتوبونو په لاسلیکولو سره رسماً خپل اعتصاب اعلان کړ.

دغو روغتيايي کارکوونکو خبردارى ورکړ، چې د معاشونو تر ورکولو پورې به په روغتونونو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې نه کړي.
دوی يادونه وکړه، چې که معاشونه يې ورنه کړل شي، د روغتون بېړنۍ څانګه به هم فلج شي.
افغانستان انټرنشنل ته رالېږل شوي اسناد ښيي، چې د ګذرې ولسوالۍ روغتون، د شینډنډ روغتون، سرچا، تورغونډۍ او کشک روغتیايي مرکزونو کارکوونکو د معاشونو د نه ورکولو له امله کار بند کړی دی.

طالبانو تر اوسه د هرات د ګذرې ولسوالۍ روغتون د کارکوونکو د کاربندیز او د دوی د معاشونو د نه ورکولو په اړه څه نه دي ویلي.

په هرات کې يو باخبره روغتيايي کارکوونکى وايي چې د دغو روغتيايي مرکزونو اصلي تمويل کوونکى د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونېسف) دى.

د دغې سرچينې په وينا، په دې وروستيو مياشتو کې د يونېسف د پروژو د پليتابه موسسې بدلې شوې او هېڅ يوه مسوول بنسټ د دغو روغتيايي مرکزونو معاشونه او لګښتونه پر غاړه نه دي اخيستي.

سرچينه زياتوي، چې له کاربندیز وړاندې په هرات کې د روغتيايي مرکزونو کارکوونکو د خپلو معاشونو د ستونزې پر هواري څو ځله له چارواکو سره ناستې کړې، خو کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په افغانستان کې دولتي کارکوونکي د معاشونو د کمښت او نه ورکړې له امله اعتصاب کوي.

له دې وړاندې په کابل کې د ښوونځیو یو شمېر ښځینه ښوونکو او د ځینو روغتیايي مرکزونو ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کموالي له امله اعتصاب کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی خورا کم دی او ډېری ناروغان د کمو مالي سرچینو له امله دولتي روغتونونو ته له تګ پرته بله چاره نه لري.

کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د روغتیا او پوهنې په څانګو کې یې د ښځو کار محدود کړ او د ډېرو دولتي کارکوونکو معاشونه یې کم کړل.

په تېرو دریو کلونو کې یوشمېر ملکي مامورینو د معاشونو د کموالي ترڅنګ د دوی د معاشونو د ځنډېدو شکایتونه هم کړي دي.