کاناډا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره مرستې کموي

د کاناډا فدرالي حکومت په افغانستان کې خپلو ستراتیژیکو ګټو کمېدو ته په پام غواړي د طالبانو په واک کې له کابل سره مرستې کمې کړي.

د کاناډا د نړیوالو چارو اداره د روغتیا، زدکړو او ښځو د حقونو برخه کې د یو لړ مالي سرچینو پر خونديتابه ټینګار کوي، خو وايي، چې دغه تصمیم به بحث پاروونکی وي.

نېشنل پوسټ د دغه هېواد د نړیوالې پراختیا ادارې یو سند موندلی، چې له افغانستان سره د مرستو پر بېلابېلو اړخونو بحث کوي.

نیشنل پوسټ وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره مرستې یوه ازغنه موضع ګرځېدلې ده.

کاناډا او یو شمېر نور دولتونه له هغو هېوادونو سره له نېغو اړیکو ډډه کوي چې له بشري حقونو په سرغړونو تورن دي، خو اوتاوا تر فشار لاندې ده، ځکه په افغانستان کې تر ۱۲ میلیونو ډېر خلک له خوراکي امنیت نه ځوریږي.

نېشنل پوسټ وايي،د کاناډا د نړیوالې پراختیا وزیر احمد حسین ته د ۲۰۲۳ کال په یوه یادښت کې دې ته اشاره شوې چې اوتاوا په تېرو دریو کلونو کې له افغانستان سره۳۶۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

په دې سند کې ویل شوي چې د دې مرستو ډیره برخه په بشري چارو او د خلکو په ژغورنه کې لګول شوې دي.

کاناډا دغه راز له ترهګرو ډلو سره د چلند په تړاو د جرایمو قانون کې ځینې بدلونونه راوستي، چې خیریه ټولنې افغانستان کې د مرستې چارې په سمه توګه ترسره کړای شي. خو سند په ډاګه کوي، چې د دغه هېواد لومړیتوبونه بدل شوي دي.

سند وايي، چې په افغانستان کې د کاناډا او متحدانو ستراتیژیکې ګټې کمې شوې دي.

دغه راز د نړۍ په نورو سیمو کې ناورینونو هم پر دغه هېواد مالي فشارونه ډېر کړي دي.

د یوه کاناډايي خیریه سازمان ویاند چې په افغانستان کې د مرستو په چارو کې بوخت دی وايي، د دولت سیاسي او مالي فشارونه درک کوي، خو له افغانستان سره د مرستو کمولو پرېکړې نهیلی کړی.

د کاناډا د ورلډ ویژن یو تن پالیسي جوړوونکی مارټین فیشر وايي، افغانستان نه یوازې مرستو ته اړتیا لري، بلکې کانډا دلته یوه ځانګړې دنده هم لري، ځکه کاناډايي ځواکونو هلته له ترهګرۍ سره جګړه کړې او له حکومت سره یې څلور میلیارده ډالرې مرستې کړې دي.

د نوموړي په باور، افغانستان د بریټانیا د لیبرال دولت د فیمنستي بهرني سیاست پر وړاندې یوه ننګونه ده، ځکه طالبانو نجونې له زدکړو را ګرځولې او پر ښځو یې سخت قوانین پلي کړي دي.

فیشر وايي« د کاناډا په څېر هېواد په هرځای کې هرڅه نه شي کولای. خو که دلته یوځای وي چې هلته ارزښتونه، تاریخي تعهدات او ګټې په یوډول همغاړې شي، هغه افغانستان دی».

یادښت وايي، په داسې حال کې چې کاناډا په افغانستان کې خپل سفارت تړلی او د طالبانو حکومت ته یې نېغې مرستې بندې کړې، له هغه مهاله تر دې دمه توانیدلې چې خپلو ارزښتونو ته له ګواښ پېښېدو پرته، په جدي مرستو کې برخه واخلي.

په دې مرستو کې ۱۴۳ میلیونه ډالره په بشري همکاریو او ۱۱۸ میلیونه ډالرد پراختیا برخه کې ترسره شوي دي.

یادښت وايي، چې کاناډا ۴۰ زره افغانان تخلیه کړي او په قطر کې یو ځانګړی استازی لري چې له نړیوالو متحدانو او د اړتیا پر وخت په غیر رسمي ډول له طالبانو سره بوختیږي.

د کاناډا ډیرې مرستې د نړیوال بانک د افغانستان صندوق ته ځانګړې شوې، خو دغه یادښت ددې مرستو د کمولو وړاندیز کوي.

په دې یادښت کې راغلي چې که له افغانستان سره د کاناډا د مرستو کمېدو موضوع اعلان شي، دا چاره د رسنیو منفي راښکون ډیرولای شي.