مودي: د ایران له ولسمشر سره د دواړو هېوادونو د اړېکو پر پراختیا وغږېدو

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

نرېندرا مودي د سې شنبه په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «موږ همدا راز په پر مختللو او نویو برخو کې د اړیکو د ژوروالي په لارو چارو خبرې اترې وکړې.»

د ایران دولتي اژانس اېرنا راپور ورکړی، چې په دې لیدنه کې پزشکیان دې ته په اشارې سره چې ایران له هند سره د اړیکو پراختیا ته لېواله او چمتو دی وویل: «برېکس کې د ایران او هند غړیتوب د دواړو هېوادونو د اړیکو او ملګرتیا د لا پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی. هیله لرو چې په دې برخه کې د دوه اړخیزو ټرونونو په ځانګړې توګه د چابهار بندر د پراختیا تطبیق ګړندۍ شي.»

د افغانستان د مسالې په اړه د هند د لومړي وزیر اندېښنو ته په اشارې سره، ډاکټر پزشکیان وویل: «موږ د سیمې د راتلونکي جوړولو لپاره باید له افغانستان سره هم تعامل او خبرې اترې وکړو. موږ باید مرسته وکړو چې افغان ملت د ستونزو په هوارولو سره سولې، ارامۍ او سوکالۍ ته ورسیږي.»

د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه اقدام ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي.

ډاکټر مسعود پزشکیان چې د برزکس په شپاړسمه سرمشریزه کې د ګډون لپاره د روسیې د ولسمشر په بلنه کازان ته تللی، دغه څرګندونې یې د سې شنبه په ماښام نرېندرا مودي سره په کتنه کې کړي.

د هند له نظره د چابهار بندر پراختیا د دواړو هېوادونو د همکارۍ تر ټولو ستر بنسټ دی او د دوی په باور چې د دغه بندر پراختیا د دواړو هېوادونو د اړیکو په تنظیمولو او همدارنګه د ایران او هند اړیکې له نورو هېوادونو سره په تنظیمولو کې مهم رول لوبوي.

مودي له ایران سره د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو همکاریو په پراخولو کې د خپل هېواد پر لېوالتیا د ټینګار په ترڅ کې وویل: «زه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراخولو لپاره د جلالتماب له نظر سره بشپړ موافق یم او باور لرم چې د هېوادونو ترمنځ په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې د اړیکو ژورتیا او پیاوړتیا د سیمې ټولې ګټې تامین کوي.»

د برېکس ډله په ۱۳۸۹ کې د روسیې په یکاترینبورګ کې د برازیل، روسیې، هند او چین په ګډون جوړه شوه او بل کال کې بیا سویلي افریقا هم په دې ګروپ کې شامله شوه.

د ایران اسلامي جمهوریت، مصر، ایتوپیا او متحده عربي امارات د ۲۰۲۴ کال له پیله چې د ۱۴۰۲ کال د جدي له میاشتې سره سمون خوري له دغې ډلې سره یو ځای شول.